د ترکيې پولیسو په دوو ښارونو کي ۳۲ افغان مهاجر نیولي دي

د ترکیې پولیسو اعلان کړی چي په دوو جلا عملیاتو کي یې د چاناک‌قلعه او آماسیا ښارونو په مربوطاتو کي ۳۲ افغان مهاجر نیولي دي، چي له دې ډلي ۱۰ کوچنیان او پنځه ښځي دي.
راپورونه ښيي چي نږدې ۱۰ تنه له دغو افغانانو څخه په یو باروړونکي موټر کي د ختیځو ښارونو څخه د استانبول پر لور په حرکت کي وه، چي نیول سوي دي.
همداراز، د آماسیا په ښار کي یو باروړونکی موټر درول سوی او ۱۰ نور افغان مهاجر نیول سوي دي.
د ترکیې چارواکو ویلي، چي ټول نیول سوي کسان به تر قانوني مراحلو وروسته د مهاجرو د ساتني مرکزونو ته انتقال سي.
په ترکیه کي د غیرقانوني مهاجرو د نیولو عملیات لا هم دوام لري.
دغه هیواد معمولاً د مهاجرو د ایستلو په اړه ډېر راپورونه نه خپروي، خو د ترکیې د مهاجرت ادارې شمېرې ښيي چي یوازي په ۲۰۲۴ کال کي، له ۲۳۰ زرو ډېر غیرقانوني مهاجر نیول سوي، بندیان سوي او له هیواده ایستل سوي دي.