د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، هیواد ئې هڅه کوي، چي د روسیې او اوکراین ترمنځ درېدلي خبري بیا پیل کړي او د دواړو هیوادونو د مشرانو ترمنځ د لیدني زمینه برابره کړي.
د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر د معلوماتو له مخي، اردوغان دا څرګندوني په انقره کي د ناټو له سرمنشي مارک روته سره په لیدنه کي کړي دي.
نوموړي همدارنګه ویلي، تمه لري چي د ناټو اروپايي غړي د امنیت په برخه کي زیات مسؤلیت واخلي.
بلخوا د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها ویلي، چي هیواد ئې له ترکیې غوښتنه کړې، چي د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ د احتمالي لیدنو کوربه توب وکړي.
هغه زیاته کړې، چي اوکراین چمتو دئ چي د سولي د خبرو له پاره له بلاروس او روسیې پرته بل هر ځای ومني، څو روانه جګړه چي له څلورو کلونو زیاته موده دوام لري، پای ته ورسېږي.