د تهران والي محمد صادق معتمدیان وايي، چي د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو بهیر د پخوا په پرتله څلور برابره ډېر سوی دئ. دغه ایراني چارواکي د سهشنبې په ورځ د رسنیو سره په خبرو کي ټینګار کړی، چي د غیرقانوني بهرنیو اتباعو د ایستلو طرحه په پوره قوت سره عملي کېږي.
هغه ادعا کړې چي دا اقدام په قانوني ډول او د انساني کرامت په رعایتولو ترسره کېږي. بلخوا بیا زرګونه ایستل سوي کډوال د ایراني پوليسو له خوا د دردناکو او غیرانساني چلند کیسې بیانوي.
دوی وايي چي د نیولو او ایستلو پر مهال له تاوتریخوالي سره مخ سوي او د دوی نقدي پیسې، بانکي کارتونه او شخصي توکي ورڅخه اخيستل سوي دي.
بايد وويل سي، چي د ايران څخه افغانستان ته راغلي کډوال اوس دلته افغانستان کي د زياتو ستونزو سره مخ دي، هغوی د سرپناه، روغتيايي خدماتو او کارموندلو په برخه کي د ط..البانو د ادارې څخه د همکارۍ غوښتنه کوي