د تورخم په نننۍ جګړه کي دوه افغان خبریالان ټپیان سوي دي

له تورخم څخه سرچینې وایي، نن چهار شنبه غرمه مهال یو ځل بیا جګړه سوې چي پر مهال یې دوه تنه خبریالان د پاکستان له لوري د توغول سوي هاوان د چاودني له امله ټپيان سوي دي.
په دوی کي یو د پژواک خبریال ولي محمد شینواری او بل د حریت راډیو خبریال عزیزالحسن نعماني دی.
دوی هلته په سیمه کي راپور چمتو کاوه چي د هاوان مرمۍ ورباندي لګېدلې ده.
د فبرورۍ له ۲۱مي راهیسي له کله چي په تورخم کي د طـ.البانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د مورچلو د جوړولو پر سر شخړه جوړه سوې، دا دریم ځل دی چي یو پر بل د سپکو او درنو وسلو بریدونه کوي.
د دغه جګړې له امله له سیمي څخه سلګونه کورنۍ کډه سوي او نورو سیمو ته تللي دي او لاره هم د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *