د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وايي، چي د تېرو نهو میاشتو پرمهال د ۷۳۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د افغانستان کرنیز محصولات له ۱۱ ډېرو هیوادونو ته صادر سوي دي.
د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، پنبه، کشمش، انجه، انځر، پیاز، زعفران او روميان د افغانستان د صادراتو لویه برخه جوړوي.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت همداراز زیاتوي چي په تېرو نهو میاشتو کي د افغانستان د صادراتو له ۷۳۷ میلیونو ډالرو څخه ۱۶۲ میلیونه ډالره پنبه او ۹۳ میلیونه ډالره کشمش وه.
د تېرو درېوو کلونو پرمهال سرپرست حکومت په وار وار ټینګار کړی چي هڅه کوي د افغانستان صادرات زیات کړي.