د جاپان په پلازمېنه توکیو کي د افغانستان سفارت خپل فعالیتونه رسماً ودرول.
په جاپان کي د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت سفیر شیدا محمد ابدالي، نن شنبه پر خپله رسمي پاڼه لیکلي چي خپل ماموریت ئې پای ته رسولی او ټولي قونسلي چاري ئې بندي کړي دي.
په جاپان کي د افغانستان سفارت تر دې وړاندې هم اعلان کړی و چي د ۲۰۲۶ ميلادي کال د جنورۍ له ۳۱مي نېټې څخه به خپلي چاري په دغه هيواد کي په رسمي ډول پای ته وروسوي.
ابدالي ليکلي چي دا پرېکړه ئې د جاپاني چارواکو سره له مشورو وروسته، د اوسنیو شرایطو له مخي ترسره کړې ده.
تر اوسه د ط..البانو حکومت په دې اړه کوم غبرګون نه دئ ښودلی او نه هم جاپان اعلان کړی چي د افغانستان کوم بل ډیپلوماتیک استازی به ومني او که نه.
بايد وويل سي چي جاپان تر اوسه پوري ط..البان په رسميت نه دي پېژندلي.