د جرمني د نوي حکومت د بهرنيو چارو وزير یوهان وادیپول د جرمني د پارلمان په يوه غونډه کښي په ټینګار سره ويلي دي، چي د جرمني حکومت د خطر سره د مخ هغه افغانان چي د جرمني په هيواد کښي د ميشتېدو شرایط ئې پوره کړي دي د پاکستان څخه ئې جرمني ته لېږدوي.
د هغه په خبره مخکني حکومت چي د افغانانو سره کومي ژمني کړي دوي ئې عملي کوي او په پاکستان کښي بند ۲۵۰۰ افغان کډوالو چي د جرمني د منلو سند په لاس کښي لري، جرمني ته ئې لېږدوي.
د جرمني د بهرنيو چارو وزير دغه څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي د جرمني نوي صدراعظم ويلي وه که واک ترلاسه کړي تر هرڅه مخکي به جرمني ته د افغانانو د منلو پروګرام بنده وي.