د جرمني د ټریر ښار پولیسو یو افغان وګړی د یوه ۲۲ کلن جرمني محصل د وژني په تور نیولی

د جرمني د ټریر ښار پولیسو یو افغان وګړی د یوه ۲۲ کلن جرمني محصل د وژني په تور نیولی دئ.
پېښه د پوهنتون ترڅنګ رامنځته سوې او قرباني د سختو ټپونو له امله په روغتون کي ساه ورکړې ده.
پولیس وايي، د برید لامل لا نه دئ څرګند او پلټني رواني دي.

ټریر پوهنتون د وژل سوي محصل له کورنۍ او ملګرو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.