د جرمني د کورنيو چارو وزارت وايي، ۲۰ افغان پناه‌غوښتونکي چي په بېلابېلو جرمونو کي ښکېل بلل کېدل

د جرمني د کورنيو چارو وزارت وايي، ۲۰ افغان پناه‌غوښتونکي چي په بېلابېلو جرمونو کي ښکېل بلل کېدل، په مستقيم ډول کابل ته لېږل سوي دي.
د راپورونو له مخي، دا لومړی ځل دئ، چي جرمني له خپلي خاوري افغانستان ته د اخراج مستقيم بهير پيلوي.
د جرمني د کورنيو چارو وزير الکساندر دوبرېنت ويلي، د کابل له ادارې سره سوی نوی تفاهم د دې زمينه برابروي، چي په راتلونکي کي به هم دا ډول اخراجونه په منظم او دايمي ډول ترسره سي.

د جرمني د کورنيو چارو وزارت په وينا، په تېرو مياشتو کي هڅي رواني وې؛ څو د دريم هيواد له منځګړيتوب پرته افغانستان ته د مستقيمو ستنولو لاره هواره سي.
د همدې هوکړي له مخي، لومړۍ چارټر الوتکه د چهارشنبې په ورځ د لايپزيګ له ښاره د کابل پر لور والوتله. جرمني چارواکي وايي، د اخراجونو بهير به ورو ورو پراخ سي، څو هغه کسان چې جرمونه ئې کړي په مستقیم ډول افغانستان ته اخراج سي.