د جرمني رسنيو راپور ورکړی، چي د جرمني دولت ۳۰ تنه افغان کډوال افغانستان ته اخراج کړي او په کابل کي ئې ط..البانو ته تسليم کړي دي.
په راپور کي ويل سوي، چي دغه افغان کډوال د لايپزيګ هوايي ډګر څخه په يوه چاتر الوتکه کي کابل ته انتقال سوي.
د راپور په حواله چي دغه افغان کډوال د بېلابېلو درنو جرمونو په تور نيول سوي وو او د همدې امله کابل ته اخراج سوي.
د جرمني حکومت د دغو اخراج سوو افغان کډوالو د هويت په اړه نور معلومات نه دي خپاره کړي.