د جرمني رسنیو خبر ورکړی، چي يو ۳۵ کلن افغان د دغه هيواد په وورستبورګ ښار کي درې کسان په چاقو وهلي دي

د جرمني رسنیو خبر ورکړی، چي يو ۳۵ کلن افغان د دغه هيواد په وورستبورګ ښار کي درې کسان په چاقو وهلي دي.
په خبر کي ويل سوي، چي په دغه پېښه کي ياد درې کسان ټپيان سوي او تر پېښي وروسته روغتون ته انتقال سوي دي او روغتيايي حالت ئې د ډاډ وړ ښودل سوی دئ.
تر پېښي وروسته بريدګر پوليسو نيولی او اوس مهال تر څېړنو لاندي دئ.