د جرمني نوی حکومت پلان لري چي افغانستان ته د هغو افغانانو د ایستلو لړۍ پراخه کړي چي قانوني اسناد نه لري.
د مسیحي ډیموکرات او مسیحي سوسیال ګوندونو د پارلماني ډلي مشر تورستن فرای د جرمني « بیلد» ورځپاڼي ته ویلي دي چي افغانستان او سوریې ته به د کډوالو د بیرته ستنولو لړۍ چټکه سي.
هغه زیاته کړې چي پروسږکال په دوبي موسم کي د یوشمیر کډوالو د ایستلو تجربې وښودله چي دا کار ممکن دی.
جرمني رسنیو د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړی وو چي په دغه هیواد کي دوه لکه څلویښت زره داسي کډوال سته چي اسناد نه لري.
د فرای په وینا، غیرقانوني کډوال باید په هر ډول چي کیږي له جرمني ووځي او غوره به دا وي چي لومړی په خپله خوښه ولاړ سي.
په دغو غیرقانوني کډوالو کي لویه برخه افغانان دي.