د جرمني پولیسو ویلي، نامعلومو کسانو د ګېلزن کریشن ښار په یوه بانک کي خوندي صندوقونه مات کړي او شاوخوا ۳۰ میلیونه یورو

د جرمني پولیسو ویلي، نامعلومو کسانو د ګېلزن کریشن ښار په یوه بانک کي خوندي صندوقونه مات کړي او شاوخوا ۳۰ میلیونه یورو او قیمتي زیورات ئې له ځان سره وړي دي.
چارواکي وایي، غلو د بانک د خزانې خوني ته د یوې قوي برمې په وسیله لاره پیدا کړې او تر ۳۰۰۰ زیاتو صندوقونو ته ئې لاسرسی موندلی دئ.
د پولیسو د معلوماتو له مخي، په دغه غلا کي د بانک له ۲۵۰۰ زیات مشتریان زیانمن سوي دي. تر پېښي وروسته د بانک مخ ته سلګونه کسان راټول سوي وو، څو د خپلو شتمنیو د برخلیک په اړه معلومات تر لاسه کړي.

چارواکي دا غلا د جرمني د بانکونو په تاریخ کي بې‌ساري بولي او وايي چي د غلو شمېر هم زیات وو، خو تر اوسه ئې هویت نه دئ معلوم سوی.
پوليسو اوس د پېښي د عاملینو د موندلو له پاره پلټني پیل کړي دي.