د جرمونو نړۍوالي محکمې د ط..البانو د مشر م.لا هب.تالله په ګډون د څلورو لوړپوړو چارواکو د نیولو پرېکړي خپرې کړي دي.
په پرېکړو کي م.لا هب.تالله د ط..البانو مشر، عبدالحکیم حقاني د عدلیې وزیر، حبیبالله اغا د پوهني وزیر او ندا محمد ندیم د لوړو زدهکړو وزیر شامل دئ.
محکمې دغه کسان د ښځو او نجونو پر وړاندي د جنسیتي ځوروني او د هغوی د اساسي حقونو د سیستماتیک محدودولو په تړاو د بشریت ضد جرمونو مسؤل بللي دي.
بلخوا د ط..البانو د حکومت ویاند ذبیحالله م.جاهد ویلي، چي ط..البان د جرمونو نړۍواله محکمه نه مني او پرېکړې ئې هم ورته ارزښت نه لري.