د جمهوري نظام یو شمېر سیاسي څېرې په راتلونکو پنځو ورځو کي د جلا وطنۍ حکومت اعلانوي

له تیري څه مودې راهیسي د افغانستان د جمهوري نظام یو شمېر سیاسیون په دې بوخت وه چي په جلا وطنۍ کي حکومت جوړ کړي او خپلو سیاسي هڅو او فعالیتونو ته دوام ورکړي.
د مخکني جمهوري نظام پر مهال د افغانستان ولسمشرۍ ته کاندید محمد ابراهیم الکوزی وایي، د جلا وطنۍ پر حکومت باندي خبري سوي او دوی به په راتلونکو پنځو ورځو کي حکومت اعلان او لوړه به وکړي.
هغه په دې اړه نور څه نه دي ویلي، چي چیري او څنګه به حکومت اعلانوي.
ا.ا تر اوسه په جلا وطنۍ کي د دغه تازه سیاسي جریان په اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *