د جوزجان ولايت د ط..البانو د امنیې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت په مرکز شبرغان ښار کي يو کس خپل مېرمن د چاقو په وسيله وژلې ده.
خبرپاڼه ليکي، چي دغه پېښه د يکشنبې په ورځ د شبرغان ښار په مصر آباد سيمه کي سوې. ياده خبرپاڼه دغه راز زیاتوي، چي دغه پېښه د کورنيو ستونزو له امله رامنځ ته سوې ده.
د دغه ولايت ط..البان وايي چي د وژل سوي مېرمني خاوند ئې نيولی او اوس تر څېړنو لاندي دئ.