له نن څخه ۱۴۵ کاله مخکي افغان اتلانو د پرديو يرغلګرو لښکرو څخه د ګران وطن افغانستان خپلواکي تر لاسه او د ازاد افغانستان نوم ئې د تاريخ په معاصرو پاڼو کي په زرينو کرښو وليکی.
د ۱۸۸۰ کال د جولای ۲۷، د میوند د سوځنده دښتي په زړه کي، د کندهار د غرور چغه وسول، چي د پرديو اشغالګرو په ذهن کي تراوسه د حماسي کيسو په شکل ازانګې کوي.
دا هغه ورځ وه چي غازي محمد ایوب خان او ملالۍ په څېر اتلانو، د خپلواکۍ مشعل په لاس، د انګرېز یرغلګرو پر وړاندي د وطن د عزت سنګر جوړ کړ.
د کندهار په دښتو کي د دښمن لښکر داسي مات سو لکه د طوفان پر وړاندي وچي پاڼي. زرګونه انګرېزي، هندي، بنګالي او پنجابي عسکر د افغانستان د خاورې په غېږ کي پرېوتل او د تل له پاره ئې خپل سر وخوړی. هغه لږ شمېر چي د تیښتي هڅه ئې وکړه، د کندهار په سوځنده ګرمۍ او د خلکو د غرور په طوفان کي د تل له پاره ورک سوه او د پاته سوو توکو څخه ئې د تاريخ نښي جوړي سوې.
دغه جګړه يوازي د خپلواکۍ جګړه نه وه؛ بلکي د سرښندنو او وطنپالني يوه ابدي حماسه وه.
د نن څخه پوره ۱۴۵ کاله مخکي افغانستان د انګرېزانو څخه جګړه وګټل، د دغي جګړې اتلان غازي محمد ايوب خان، ملاله ميوندۍ او د افغانستان ميړني ولسونه ول، چي د هغوی د خپلواکۍ ياد تر اوسه د افغانانو په زړونو کي د روح په ډول پاته دئ.
د دوی قرباني زموږ په سترګو کي اوښکي او په زړونو کي د وطن د میني رڼا راولي. دا خاوره، دا غرونه، دا دښتي د هغو اتلانو د وینو یاد دئ چي د وطن له پاره ئې هر څه قربان کړل