د جون په مياشت کي د ۲۳۰ زره څخه زيات افغان کډوال د ايران څخه افغانستان ته راغلي

د مهاجرت نړۍوال سازمان د دوشنبې په ورځ اعلان کړی دئ، چي د روان میلادي کال د جون په میاشت کي یوازي له ایران څخه د ۲۳۰ زرو څخه زیات افغان کډوال ايستل سوي او افغانستان ته راغلي دي.
د فرانسې خبري اژانس د مهاجرت نړۍوال سازمان د ویاند له قوله راپور ورکړی، چي د دغو کسانو ډېره برخه ئې په زور ایستل سوي او په وروستیو ورځو کي دا بهیر نور هم چټک سوی دئ.
د ياد خبري آژانس د راپور له مخي په تېره اوونۍ کي له ایران څخه د ایستل سوو کسانو شمېر هره ورځ شاوخوا ۳۰ زرو تنو ته رسېدلی دئ.
په راپور کي ويل سوي دي، چي ۷۰ سلنه دغه کسان د ايران څخه په زور او جبر ايستل سوي او تش لاس افغانستان ته راغلي، چي اوس په دغه هيواد کي د اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان دي.
د ملګرو ملتونو بنسټونو د ګاونډیو هيوادونو له خوا د افغان کډوالو د ایستلو په غبرګون کي د مالي مرستو د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.
په ورته وخت کي د ناروې دولت په وروستیو ورځو کي د افغانستان د ګاونډيو هيوادنو څخه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه اندېښنه ښودلې او د افغان کډوالو د ملاتړ له پاره ئې شاوخوا یو میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.