د حکمت خلیل کرزي په ګډون په دوحه کي د بیلابیلو هیوادونود ځانګړو استازو غونډه سوې

د یو شمېر لوېدیځو هیوادونو استازو او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخواني مرستیال حکمت خلیل کرزي په دوحه کي له افغانستان سره د دوامداره تعامل د امکاناتو په اړه خبري کړي.

د کرزي په وینا، په دې غونډه کي د بریتانیا، امریکا، جرمني، ایټالیا، هالنډ او فنلنډ چارواکو ګډون کړی وو، چې د بریتانیا سفیر یې کوربه وو.

دا غونډه په داسي حال کي ترسره سوې چي په دې وروستیو کي د افغانستان د راتلونکي په اړه سیمه‌ییزي او نړیوالي خبري زیاتي سوي دي.

تر دې وړاندي حکمت خلیل کرزي او نورو ځوانو سیاسي شخصیتونو د ترکیې په استانبول کي له رسنیو پټه غونډه کړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *