د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ مرکز په خپل راپور کي ويلي دي، چي ط..البانو په تېرو دولسو میاشتو کي د خبریالانو او رسنیو د ازادۍ پر وړاندي ۱۹۰ پېښي ئې ثبت کړي دي.
یاد مرکز دا راپور د ط..البانو د واکمنۍ د څلورمي کلیزي په مناسبت خپور کړی او زیاتوي چي ط..البانو د امر ب.المعروف او نهی عن المنکر تر نامه لاندي پر رسنیو محدودیتونه زیات کړي دي.
د راپور پر بنسټ، د تېر کال پرتله سږ کال د رسنیو او خبریالانو پر ضد د سرغړونو پېښي زياتي سوي دي.
د افغانستان د رسنیو د ملاتړ مرکز وايي، په دې موده کي ۴۵ خبریالان نیول سوي، چي اوس هم ۱۰ تنه ئې د ط..البانو په بند کي دي. همداراز، ط..البانو ۳۲ ټلوېزیوني کانالونه (ملي او خصوصي ټلوېزیونونه) او ۵ راډیوګاني بندي کړي دي.
یاد مرکز دا هم ویلي چي د رسنیو مالي سرچیني کمي سوي او ط..البانو د رسنیو د محتوا تولید هم سخت محدود کړی دئ. د یاد سازمان په خبره ، د ط..البانو د بياواکمنۍ څخه تر اوسه پوري د خبریالانو او رسنیو د حقونو تر ۵۰۰ ډېري سرغړوني ثبت سوي د