دوې ورځي وړاندي ط…البانو د کندز ولایت تصویري رسنیو ته یو مکتوب لیږلی وو او د رسنیو د مسؤلینو څخه ئې غوښتنه کړې وه، چي د ژوندیو موجوداتو انځور به نه خپروي.
د یادې موضوع اړوند د جمعې په ورځ د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ ادارې یوه خبر پاڼه خپره کړې ده، چي پر مهال ئې د ط…البانو پر ادارې نیوکه کړي او د کندز په رسنیو کي د ژوندیو موجوداتو د انځور نه نشرول ئې د رسنیو د سانسور او د هغوی څخه د ازادۍ اخيستلو په مانا یاد کړی.
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ ادارې د ط…البانو څخه غوښتنه کړې ده چي د افغان رسنیو د خپلواکۍ څخه دي ملاتړ وکړي او پر دغه رسنیو دي ورځ تر بلي بندیزونه نه ډېره وي.
د یادوني وړ ده چي ط…البانو د کندز ترڅنګ په ۱۳ نورو ولایتونو کي هم په رسنیو کي د ژوندي موجوداتو د انځورونو په نشرولو بندیز لګولی.