د خوست څخه ځايي سرچينو د جمعې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په تڼيو ولسوالۍ کي يو ځوان ځان وژنه کړې.
د سرچينې په وينا دغه ځوان سخيم الله نومېږي.
د سرچينې په وينا چي دغه ځوان د بېکارۍ او غريبۍ له امله ځان وژنه کړې ده.
دا په داسي حال کي ده، چي د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم په ځوانانو کي د بېکارۍ او غريبۍ له امله د ځان وژني ګراف لوړ سوی.