د خوست څخه ځايي سرچينو د دوشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي په‌ دغه ولايت کي يو ځوان د غريبۍ له امله ځان وژنه کړې

د خوست څخه ځايي سرچينو د دوشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي په‌ دغه ولايت کي يو ځوان د غريبۍ له امله ځان وژنه کړې.
د سرچينې په وينا چي دغه ځوان فيض الله نومېدی او د پلار مشر زوی و، چي د اقتصادي ستونزو له امله ئې ځان وژنه کړې.
د هغه د ځان وژني خبر د هغه کورنۍ هم څراغ تلوېزيون ته تائيد کړی دئ.

باید وویل سي چي د ط.. البانو د بيا واکمنۍ سره سم د اقتصادي ستونزو له امله په ځوانانو کي د ځان وژني ګراف لوړ سوی دئ.