د خوست څخه ځايي سرچينو د دوشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي په دغه ولايت کي نامعلومو وسله والو يو ځوان ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي وژل سوی ځوان ۳۵ کلن دئ، عثمان نومېږي او تېره ورځ وسله والو ويشتلی او وژلی دئ.
د خوست ولايت ط..البانو د دغه وژل سوي ځوان په اړه څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي چي تېره شپه نامعلومو وسله والو په کاپيسا ولايت کي هم د يوې کورنۍ څلور غړي ويشتلي او وژلي وو.