د خوست څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي

د خوست څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت د ځاځي ميدان او عليشېرو ولسواليو اوسېدونکو د پاکستان د وروستیو بريدونو په مقابل کي وسله وال ولسي پاڅون کړی.
هغوی ويلي، چي د پاکستان د پوځ وروستيو ظلمونو دې ته مجبوره کړي، چي وسلې واخلي او په مقابل کي ئې اقدام وکړي.
هغوی د پاکستان وروستي بريدونه د افغانستان پر خاوره ښکاره بريد بللی دئ.