د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، روان میلادي کال یې په افغانستان کي له ۲۴زره هغو کورنیو سره مرسته کړې چي د سېلابونو او نورو طبیعي افتونو له امله زیانمن سوي.
دغه بنسټ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چي له دغو کورنیو سره د دوی د زیانونو د جبران او پر خپلو پښو د درېدو لپاره دا مرسته سوې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، دوی له ۶۰ کلونو راهیسي په افغانستان کي د خلکو د ملاتړ لپاره ژوند ژغورونکې مرسته کوي.
د ثور له ۲۱مې راهیسي د افغانستان ختیځ، شمال ختیځ، شمال، شمال لوېدیځ او لوېدیځ ولایتونه تر سختو اورښتونو وروسته د سېلابونو شاهدان وه چي سلګونو کسانو ته یې د مرګژوبلي اړولو تر څنګ درانه مالي زیانونه هم اړولي.