د خوړو نړیوال پروګرام: له لوږي سره مخ افغانستان به د امریکا د مرستو په بندېدو لا پسي وځپل سي

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د امریکا د مرستو بندېدل به په افغانستان کي چي مخکي له مخکي لا پراخي لوږي سره مخ دی وضعیت لا پسي خرابه کړي.
په افغانستان کي د خوړو نړیوال پروګرام مشري، موتینتا چیموکا، ویلي مرستندویان باید له افغانستان سره چي له لوی بشري ناورین سره مخ دی مرسته وکړي.
ملګري ملتونه وايي، چي د افغانستان د ۴۵ میلیونه وګړو دریمه برخه خوراکي مرستو ته اړتیا لري او ۳.۱ میلیونه یې د قحطۍ په درشل کي دي.
د هغې په وینا، د هغو امکاناتو سره چي دوی یې لري د کال تر پایه پوري په سختۍ سره د ۸ میلیونو خلکو سره مرسته کولای سي هغه هم په داسي حال کي که چیري دوی د بسپنه ورکوونکو ژمني ترلاسه کړي.
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) هم تیره اونۍ پر نړیوالو مرستندویانو ږغ وکړ چي د افغانستان لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
د یوناما په وینا، سږ کال په افغانستان کي نږدې ۳۰ میلیونه خلک مرستي ته اړتیا لري.
د چهارشنبې په ورځ، رویټرز راپور ورکړی چي متحده ایالات د بیړنیو خوراکي مرستو په شمول خپلي ځنډول سوي بهرنۍ مرستي یو شمیرهیوادونو ته بیا پیلوي خو افغانستان نه دی پکښي شامل.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *