د خوړو نړیوال پروګرام وايي، یوازي په بغلان کي د سېلابونو له امله تر ۳۰۰ ډېر کسان مړه سوي

رويټرز خبري اژانس د کورنيو چارو وزارت په حواله ویلي، د وروستيو سېلابونو له امله په دریو شمالي ولايتونو کي ۱۵۳ کسان مړه سوي دي.
خو د خوړو نړیوال پروګرام بیا وايي، یوازي په بغلان کي تر ۳۰۰ ډېر کسان مړه سوي دي.
رويټرز خبري اژانس د شنبې په ورځ د وروستيو سېلابونو اړوند په خپل راپور کي د کورنيو چارو وزارت د ویاند عبدالمتين قانع له قوله ليکلي، چي په شمالي دريو ولایتونو بغلان، تخار او بدخشان کي سېلابونو ۱۵۳ کسان مړه کړي او ۱۳۸ نور تپيان سوي دي.
خو د ملګرو ملتونو اړوند د خوړو نړیوال پروګرام یوازي په بغلان کي د مړو شمېره د چارواکو تر ارقامو دوه برابره لوړه یاده کړې.
دې ادارې ویلي، په بغلان کي تر دریو سوو ډېر کسان مړه سوي دي او ډېر شمېر نور ټپيان دي.
که څه هم چارواکو هلته د خلکو د ژغورلو او مرستو رسولو خبر ورکړی، خو رویټرز اژانس ليکلي، چي له تیري شپې راهيسي لا هم خلک په سېلابونو کي بند پاته دي.
رويټرز اژانس د روغتيا نړیوال سازمان له نظره ليکلي، چي په سیمه کي خلک بې کوره سوي، ټرانسپورټ ته لاس رسی نسته او ټول سیسټمونه ګډوډ سوي دي.