د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، افغانستان د هغو ۲۲ هېوادونو په لېست کي دی چي له لوږي سره مخ دي.
په افغانستان کي د ملګروملتونو د دې ادارې مرستیال ویاند ویلي، د اقلیمي بدلون له امله په هیواد کي لوږه زیاته سوې ده.
د هغه په خبره، پرلهپسې وچکالیو او د اقلیم د کړکېچ په پایله کي د سېلابونو زیاتوالي، د افغانستان ټول ولایتونه اغېزمن کړي دي.
د اقلیم بدلون په افغانستان کي ډېری کروندګر او بڼوال اغېزمن کړي او په کلیوالو سیمو کي چي خلک یې تر ډېره پر کرنه او بڼوالۍ ډېر متکي دي، د خوراکي توکو سرچینې کمي کړي او پر زیانمنو کورنیو یې فشارونه زیات کړي دي.
د وچکالۍ او د اوبو د سرچینو د کمښت ترڅنګ، سېلابونه، مرګوني زلزلې او سخت توفانونه په افغانستان کي د اقلیم د بدلون نوري پایلي دي چي خلک یې بې زیانه نهدي پرېښي.