د خوړو نړیوال پروګرام یا “ډبليوایف‌پي” وايي، د افغانستان په ختیځ کي تازه سېلابونو په سلګونه کورنۍ زیانمني کړي دي

“ډبليوایف‌پي” پر خپله اېکس‌ پاڼه د دغو سېلابونو د يوې ويډيو په خپرولو سره ويلي چي وضعیت له نږدې څاري څو وکولاى سي ژرترژره سيمي ته خوراکي توکي او نوري مرستي ورسوي.

د راپورونو له ‌مخي روانه اوونۍ په کابل، غزني، پنجشېر، ننګرهار، میدان وردګو او په یو شمېر نورو ولایتونو کي د اورښتونو او سېلابونو له امله خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي.

تر دې مخکي د کډوالو نړیوال سازمان راپور ورکړی وو چي وروستیو سېلابونو د افغانستان په شمال او ختیځ کي نږدې زر کورونه زیانمن کړي دي.

په ورته وخت کي زیانمن سوي وايي، سېلابونو یې کورونه ویجاړ کړي او کرنیزي مځکي یې وړي دي.

دوی د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.