د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی، چي په افغانستان کي د بودیجې کمښت او د نړۍوالو مرستو د میلیونونو اړمنو خلګو له پاره د بشري مرستو دوام له جدي ستونزو سره مخ کړی دئ.
د دغه سازمان د نوي راپور له مخي، اوس مهال له ۱۳ میلیونو څخه ډېر افغانان د خوړو له سخت کمښت او ناامنۍ سره مخ دي او د ورځني ژوند لومړنیو اړتیاوو برابرول ورته ورځ تر بلي ستونزمن کېږي.
راپور کي راغلي چي نژدې پنځه میلیونه ماشومان، امیندواري ښځي او شیدې ورکوونکي میندي د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي او مناسبو غذایي توکو ته ئې لاسرسی کم سوی دئ.
د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، اقتصادي ستونزي، د مرستو کمېدل او د سوداګریزو لارو بندېدل هغه مهم عوامل دي چي ګڼي کورنۍ ئې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
دغه سازمان ټینګار کړی، چي د خپلو بشري پروګرامونو د دوام له پاره په راتلونکو شپږو میاشتو کي بېړنیو مالي مرستو ته اړتیا لري او که دا تشه ډکه نه سي، د افغانستان د میلیونونو بېوزلو خلګو وضعیت به لا پسي خراب سي.