د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام د يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي په راتلوونکو شپږو مياشتو کي په افغانستان کي د غريبو او بېوزلو کورنۍ د لاس نيوي په موخه ۵۳۹ ميليونه ډالرو ته اړتيا لري.
د دغه سازمان په خبره چي په افغانستان کي لوږه، فقر او غربت ورځ تر بلي مخ پر زیاتېدو دئ او د اړمنو خلکو د اړتیاوو د پوره کولو له پاره بشري مرستو او د نړۍوالي ټولني پاملرني ته اړتيا ده.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي دغه راز ويل سوي، چي د ګاونډيو هيوادونو څخه افغانستان ته راغلي د افغان کډوالو ښځي او کوچنيانو تر بل هرچا بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري.
د خوړو نړیوال پروګرام په څرګندو الفاظو سره ويلي دي، چي په افغانستان کي د لوږي بحران هره ورځ زياتېږي.
بايد وويل سي، چي د خوړو نړۍوال پروګرام ټینګار کړی دئ چي په افغانستان کي ۱۰ میلیونه خلګ د ژوندي پاته کېدو له پاره بشري مرستو ته اړتیا لري