د خوړو نړۍوال پروګرام د دوشنبې په ورځ په يوه نشر سوي راپور کي ويلي دي، چي سږ کال د روان دوبي په موسم کي لس ميليونه افغان وګړي د خوراکي توکو بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.
دغه سازمان ويلي، چي د نړۍوالو مرستو د کمښت له امله دوی يوازي د يو ميليون کسانو سره د خوراکي او نورو اړينو توکو مرسته کولای سي.
د خوړو نړۍوال پروګرام د مسؤلينو په وينا چي دغه سازمان هره میاشت د یادو مرستو پروسه د افغانستان په یو شمېر هغو سیمو کي چي لوږه په کښي ډېره ده، ترسره کوي؛ د هغوی په وينا چي دا هغه سيمي دي چي د وچکالۍ او سېلابونو په څېر طبیعي افتونو له امله ئې زیان لیدلی دئ.
د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، زیانمنو کورنیو ته اوړه، غوړي، حبوبات او مالګه ورکوي څو تر درو میاشتو پوري د دوی ضرورت ورباندي پوره سي