د خيبرپښتونخوا د سوات سيمي قومي مشرانو حکومت ته اخطار ورکړی

د خيبرپښتونخوا د سوات سيمي قومي مشرانو حکومت ته اخطار ورکړی، چي د ناامنۍ د مخنيوي له پاره دي په يوه مياشت کي جدي اقدام وکړي، که نه نو پراخ ولسي اعتراضونه به پيل کړي.
هغوی ويلي، په وروستيو کي ناامني زياته سوې او وسله والي ډلي بيا را ښکاره سوي دي، چي د خلګو اندېښنې ئې ډېري کړي دي.
دوی زياته کړې چي که حکومت د خلګو د خونديتوب له پاره عملي اقدامات ونه کړي، نو دوی به د خپلو حقونو له پاره سړکونو ته راووځي.

ځايي اوسېدونکي هم وايي، چي د امنيت کمزوري حالت د دوی ورځنی ژوند اغېزمن کړی او له حکومته غواړي چي ژر تر ژره وضعيت کنټرول کړي.