د خیبر په رېګي للمه کي پاکستاني پولیسو د خیبر جرګې درې غړي وژلي او لسګونه ټپیان دي

پښتون ژغورني غورځنګ وايي چي د خیبر ضلعې په رېګي للمه کي د پولیسو او ایف‌سي ځواک په مستقیمو ټکانو کي یې درې غړي وژل سوي دي.
غورځنګ پر خپله رسمي ایکس‌پاڼه په بیان کي په ټکانو کي د مرګ‌ژوبلي د زیاتېدو بېره ښوولې ده.
دا تر هغه وروسته ده چي غورځنګ پر ایکس په دوو نورو بیانونو کي وویل چي د پولیسو په ټکانو کي یې ډېری غړي ټپیان سوي چي د پېښور روغتون ته انتقال سوي دي.
دا په داسي حال کي ده چي پښتون ژغورني غورځنګ ویلي چي پوليسو یې يوځل بيا د جمرود په رېګي للمه کي د جرګې پر انتظامي کمپ چاپه وهلې او د جرګې ميدان يې نیولی دی.
منظور پشتين ویلي، زورواکي د غټو موټرانو په وسيله د جرګې په ميدان کي خندقونه کيندي او پاکستاني حکومت له دوی سره مخامخ دښمني اعلان کړې ده.
بل خوا د بخښني نړيوال سازمان پر پښتون ژغورني غورځنګ بنديز او پر هغوی بریدونه د بشري حقونو ازادیو ته سپکاوی بللی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *