د خیبر پښتونخوا ایالت د دیر په پاتراک سیمه کي د غره ښوېدو له امله د یوې کورنۍ ۱۲ کسان مړه سوي دي

د دې ایالت د ژغورني ادارې د جمعې په ورځ ویلي، دا پېښه پرون شپه په سیمه کي د زیاتو بارانونو له امله سوې ده.

د دې ادارې په وینا له نږدې غره څخه یوه برخه ښویدلې او د غره په لمن کي پر یو کور رالوېدلې چي د ښځو او کوچنیانو په ګډون یې ۱۲ کسان لاندي کړي دي.

دې ادارې ویلي، د ځایي خلکو په مرسته یې مړي له خاور را ایستلي دي.

په مړو سويو کي نهه یې کوچنیان، دوې ښځي او یو سړی دي.

چارواکو همدارنګه خبرداری ورکړی چي، شدید بارانونه چي په تېره میاشت کي پیل سوي د مځکي د ښوېدو او سېلابونو خطر يې زیات کړی دی.