د خیبر پښتونخوا د ټانک اوسېدونکو د ناامنۍ پرضد اعتراضونه پيل کړي

د خیبر پښتونخوا د ټانک اوسېدونکو د پوځي ودانۍ مخ ته اعتراضیه ناسته پیل کړې ده او له پاکستاني چارواکو څخه په هغه ښار کي د امنیت ټینګښت غوښتنه کوي.
دغه کسان وایي، چي په خپله سیمه کي یې امنیتي حالات ورځ تر بلي خرابېږي او د ټانک امن جرګې پرېکړه کړې ده چي د پوځي ودانۍ مخ ته سوله ییز اعتراض او پرلت پیل کړي.
د دوی په وینا، د ناامنۍ له امله د خلکو ژوند خورا ستونزمن سوی دی نو ځکه پرلت ته مجبوره سوي دي.
دا په داسي حال کي ده چي له څه مودې راهیسي په خیبر پښتونخوا په ځانګړي ډول په ټانک، شمالي او جنوبي وزیرستانونو، ډېره اسماعیل خان او لکي مروتو امنیتي وضعیت خراب سوی او ډېری وخت پر پاکستاني ځواکونو بریدونه کیږي.