د خېبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي له افغانستان سره د ۷ لارو د بیا پرانستلو غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي چي دا اقدام به سیمه ییزه سوداګري په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا د دهلېز له لاري اړیکي زیاتي کړي.
کنډي همداراز د خیبر پښتونخوا ځانګړی موقعیت د خپل جغرافيايي موقعیت، په ځانګړې توګه د ډیورنډ کرښي ته د نږدېوالي له امله مهم وباله.
کنډي ویلي، چي له افغانستان سره د ټولو لارو پرانستل به نه یوازي سوداګري ښه کړي، بلکي په سیمه کي به اقتصادي فعالیت زیات او منځنۍ اسیا ته به ګټه ورسوي.
د دغه هیواد د سوداګرو په خبره، پاکستان تل د افغانستان د مېوو او سبزیجاتو په موسم کي د سوداګریزو لارو د بندولو او د تعرفو د لوړولو په ګډون پر سوداګرۍ خنډونه وضع کړي دي.
تر دې وړاندي سوداګرو ویلي وه چي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د بندېدو له امله دوی ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.