د راپورونو له مخي، د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو له پاره یو وړاندیز سوی چوکاټ تر بحث لاندي دئ، خو تهران د هرمز تنګي د سمدستي خلاصولو غوښتنه رد کړې ده.
د معلوماتو له مخي، دغه طرحه چي د پاکستان په منځګړیتوب وړاندي سوې، په کښي سمدستي اوربند او د ۱۵ تر ۲۰ ورځو پوري د مذاکراتو دوام شامل دئ.
ایران ویلي چي له ضربالاجلونو سره موافق نه دئ او ټینګار ئې کړی، چي واشنګټن لا هم د دوامداري سولي له پاره لازم چمتووالی نه لري.
بلخوا رويټرز د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چي د تهران او واشنګټن ترمنځ د ۴۵ ورځني اوربند په اړه خبري لا هم رواني دي.