د راپورونو له مخي، د ایران د ملي امنیت عالي شورا ویلي، چي ټاکل سوې د ایران او امریکا ترمنځ خبري د جمعې په ورځ (۲۱ حمل) د پاکستان په پلازمېنه اسلامآباد کي پیل سي.
ایران د دغو خبرو له پاره یو ۱۰ مادهییزه طرحه وړاندي کړې ده.
بلخوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که هرمز تنګی بېرته پرانیستل سي، نو پر ایران به بریدونه د دوو اونیو له پاره وځنډول سي.
دا خبري په داسي حال کي مطرح کېږي چي په سیمه کي د ایران او امریکا ترمنځ تاوتریخوالی لا هم لوړ دئ او هرمز تنګی د نړۍوالي انرژۍ د لېږد مهمه لاره بلل کېږي.