د راپورونو له‌ مخي نن سهار وختي د غزې د خان یونس په ختیځ او د النصرت کمپ په سیمو باندي د اسراییل په هوايي بریدونو کي لږ تر لږه دولس کسان وژل سوي دي.

د فلسطینیانو د رسمي خبري د راپور له‌ مخي په وژل سویو کي دوه کوچنیان او یوه ښځه شامل دي.
د راپور پر اساس په‌دي بریدونو کي لږ تر لږه ۱۵ تنه نور ټپیان سوي دي.
دا بریدونه داسي مهال سوي چي متحده ایالاتونو پرون جمعه وویل چي، د مصر په پلازمېنه قاهره کي په غزه کي د یوه اوربند د ټینګېدو لپاره د خبرو په وروستي پړاو کي پرمختګ سوی دی.
سپیني ماڼۍ ویلي، د امریکا د استخباراتو د ملي ادارې مشر په قاهره کي د امریکايي چارواکو په ګډون د اسرايیل د جاسوسۍ ادارې او امنیتي ادارو له مشرانو سره په خبرو کي برخه اخیستې وه.