د رسنیزو سرغړونو د ارزوني کمېسیون د دوو تلوېزیونونو خپروني بندي کړې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مشرۍ د رسنیو د سرغړونو کمېسیون نن اعلان وکړ چي د بریا او نور تلوېزیونونو خپروني یې د ملي او اسلامي ارزښتونو د سرغړوني له امله په موقتي ډول درولي دي.
د دغه کمېسیون یو غړی حفیظ الله بارکزی وایي، د دغو دوو تلوېزیونو خپروني د موقتي بندولو پرېکړه په کابل کي د یوې غونډي په ترڅ کي سوې ده.
د هغه په وینا د (نور او بریا) تلوېزیونونو دوسیې محکمې ته وړاندي کیږي او د محکمې تر پرېکړي یې د دغو تلویزیونونو د خپرونو د ځنډېدو پرېکړه کړې ده.
یاد کمېسیون ویلي، د دغه تلوېزیوني چینلونو د امتیاز خاوندان په هیواد کي شتون نه لري او دغه رسنیو له تکراري توصيو سره سره ژورناليستيکي اصول نه مراعت کول، ملي او اسلامي ارزښتونه یې په پام کي نه نیول، قومي، ژبنيز او سمتي تعصب ته یی لمن وهل چي په پایله کي یې د یادو ټلویزیونو دوسیې محکمې ته واستول سوې.
د دغه دوو تلوېزیونونو مسوولینو تراوسه د رسنیو د تخلف د کمېسیون د پرېکړي په غبرګون کي څه نه دي ویلي.
نور تلویزیون په ۲۰۰۷ م کال او بریا بیا په ۲۰۱۹ م کال کي په کابل کي خپروني پیل کړې.
په تیرو څه باندي دوو کلونو کي چي په افغانستان کي اسلامي امارت حاکم سوی ډیرو رسنیو د مالي ستونزو او طالبانو سره د اختلاف له امله خپروني درولي یا هم د حکومت له خوا یې فعالیت درول سوی.