د روزګان اوسيدونکي وايي چي د جګړو په ختمیدو سره لا هم د مخابراتي شبکو ستونزه د پخوا په شان پاته ده.

د روزګان ولایت اوسيدونکي وايي چي د جنګ جګړو په ختمیدو سره لا هم د مخابراتي شبکو ستونزه د پخوا په شان پر ځای پاته ده. د دوی په خبره چي په لیرو پرتو سیمو کي مخابراتي خدمات پر هيڅ حساب دی او له اړونده مسوولینو څخه غوښتنه کوي چي د مخابراتي شبکو خدمات او فعالیتونه دي سم کړي تر څو د دوی ستونزي حل کړي.