د روزګان ولایت اوسېدونکي وایي په دغه ولایت کي باید بې کیفیته توکو او درملو مخه په پوره توګه ونیول سي

بي کفيته او تر وخت تير درمل او خوراکي توکي هغه څه دي چي د نږدې ټول هیواد په بازارونو کي يې خلک له جدي ستونزو سره مخامخ کړي. د روزګان ولایت مسولين وايي، چي د تيرو څو مياشتو پرله پسې هڅو سره توانېدلي څو په ياد ولايت کي د بې کفیته او ترخت تيرو توکو د مخنيوي هڅي بريالۍ کړي. بل خوا د دغه ولایت اوسېدونکي وایي، له د کلونو راهیسي دوکاندران او درمل پلورونکي پر عامو خلکو بې کفيته او تر وخت تير توکي خرڅوي چي باید جدي یې مخنیوی وسي.