د روسيې د بشري مرستو يوه الوتکه کابل ته رسېدلې

د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت څخه په نشر سوي بيان کي ويل سوي، چي د روسيې د دولت له خوا د افغانستان په ختيځ کي زون کي د زلزلې ځپلو سره د روسيې په مرستو بار يوه الوتکه نن د جمعې په ورځ کابل ته رسېدلې ده.
د ياد وزارت په خبره، چي په دغه الوتکه کي شل ټنه خوراکي توکي شامل و؛ ترڅو په کنړ کي د زلزله ځپلو لاس نيوی وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چي روسيه د افغانستان د خلګو تر څنګ ولاړه ده.