د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په خپل نوي راپور کي ويلي دي، چي اوس مهال په افغانستان کي شاوخوا ۲۳ زره ترهګر موجود دي. د دغه راپور په حواله چي د دغو ترهګرو زياته برخه بهرنيان دي چي په افغانستان کي ئې خپل حضور ساتلی دئ.
په دغه راپور کي ويل سوي دي، چي شاوخوا ۳ زره داعش،د ۵ څخه تر ۷زره پوري تحريک ط..البان پاکستان، ال.قاعده ۴۰۰ تر ۱۵۰۰، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ۳۰۰ تر ۱۲۰۰، د ازبکستان اسلامي غورځنګ چي اوس ئې نوم د ترکستان اسلامي حزب ته بدل سوی ۱۵۰ تر ۵۰۰ او جماعت انصارالله ۱۵۰ تر ۲۵۰ غړي په افغانستان کي لري.
په راپور کي ويل سوي چي يوازي په دغو ډلو کي داع.ش خراسان څانګه د ط..البانو پر ضد فعالیتونه کوي او همدارنګه په افغانستان کي خپل روزنيز مرکزونه او اډې لري.
راپور ليکي، چي د داع.ش موخه د ط..البانو د حکومت په وړتیا د خلګو باور کمول او په ټولنه کي عامه نظم د منځه وړل دي. روسیې په دغه راپور کي ويلي، چي تر داع.ش را وروسته القاعده د افغانستان دویمه لویه ترهګره ډله ده چي له دغه هيواده د روزنیزو کمپونو د جوړولو او له نورو ترهګرو ډلو سره د اړیکو د پراختیا له پاره کار اخلي.