د روسیې او شمالي کوریا مشرانو یو مهم ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ‌ی

ولادیمیر پوتین او کیم جونګ اون د چهار شنبې په ورځ يو تړون لاسلیک کړ چي له مخي به یې روسیه او شمالي کوریا د بهرنیو بریدونو په صورت کي د یو بل ملاتړ کوي.
ویل کیږي چي دا تړون د سړې جګړې را وروسته د مسکو او پیونګ یانګ ترمنځ تر ټولو قوي اړیکي جوړوي.
دا تړون د امنیت، سوداګرۍ، پانګوني، کلتوري او بشري اړیکو په برخو کي دوه اړخیزي مرستي تر پوښښ لاندي راولي.
له ۲۴ کلونو وروسته ولاديمير پوتين د رواني مياشتي د ٢٩مې نېټې په ماښام د شمالي کوريا پلازمېني پيونګ يانګ ته تللی.
بل خوا کرملین اعلان کړی چي نوی لاسلیک سوی سند د نړیوالو قوانینو له ټولو بنسټیزو اصولو سره سمون لري او د هیڅ هیواد پر ضد نه دی او موخه یې په شمال ختیځه آسیا کي د لا زیات ثبات تامینول دي.