د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ويانده وايي، اوکرایني ځواکونو د روسیې په کورسک سیمه کي د ګلوشکوف په نوم د یوه کلیدي پله د ویجاړولو لپاره په امریکا کي له جوړو سویو توغندیو کار اخیستی دی.

د ماریا زخارووا په وینا اوکراین د پله د ویجاړولو پر مهال هغه رضاکاران وژلي چي له سیمي یې د ملکیانو په ایستلو کي مرسته کوله.
د دغه پله د ویجاړولو خبر تېره جمعه ورکړل سوی وو.
کییف ادعا کړې چي د اګست له شپږمي یې چي د روسیې پر خاوره ناببره سرحدي تهاجم پیل کړی تر اوسه په کورسک سیمه کي ۸۲ استوګن‌ځایونه نیولي، چې ۱۱۵۰ کیلومترمربع ساحه کيږي.
بل خوا د اوکراین هوايي ځواک نن خبر ورکړی، چي د دغه هيواد د هوايي مدافع دستګاوو د روسیې هغه ټولي ۱۴ بې‌پيلوته الوتکي را ایله کړي، چې تېره شپه د حملې لپاره توغول سوي وې.