د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي، چي امریکا او متحدین یې له ۲۰ کلن «اشغال» وروسته له افغانستانه وتښتېدل؛ خو نن بیا هم غواړي د دغه هیواد په کورنیو چارو کي «لاسوهنه» وکړي

سرګي لاوروف وویل، امریکا او متحدین یې په منځنۍ اسیا کي د بیاځلي پوځي حضور په لټه کي دي.

هغه د پنجشنبې په ورځ د بېلاروس په مېنسک ښار کي د اوراسیا نړۍوال امنیتي ناسته کي وویل، امریکا او متحدین یې چي له شل کلن اشغال وروسته له افغانستانه پښې سپکي کړې؛ نن غواړي چي د دغه هیواد په څپ څپانده وضعیت کي مداخله وکړي او د منځنۍ اسیا په هیوادونو کي د پوځي حضور لپاره پلمې جوړي کړي.

طالبانو پاکستان تورن کړی، چي د افغانستان خاوري ته د امریکایي الوتکو د ورتګ اجازه ورکوي.

د کندهار، کاپیسا، کابل، بدخشان، پنجشېر، نیمروز، هرات او د افغانستان د نورو ولایتونو په اسمان کي د بهرنیو بې پیلوټه الوتکو د ګرځېدو راپورونه اکثره وخت ورکول کیږي.

سرګي لاوروف د بېلابېلو هېوادونو د سیاسي بدلونونو په برخه کي د امریکا د رول په اړه ویلي، د امریکا د یرغلیزو کړنو په پایله کي، ناټو او اروپایي ټولنه د ټوټه کېدو له ګواښ سره مخامخ سوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *