د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ګواښ کړی چي که اوکراین او اروپایي مشران د امریکا د سولي وړاندیزونه جدي ونه مني او د سولي پروسه کي خنډونه جوړ کړي، روسیه به د پوځي ځواک په کارولو سره نوري اوکرایني سیمي هم ونیسي.
پوتین ټینګار کړی چي مسکو یا به د خبرو او یا هم د جګړې له لاري خپل هدفونه ترلاسه کوي.
روسیه دا مهال د اوکراین شاوخوا ۱۹ سلنه خاوره نیولي چي په کښي کریمیا، دونباس او نوري سیمي شاملي دي، خو نړۍواله ټولنه دا د اوکراین خاوره ګڼي.
اوکراین او اروپایي متحدین ئې اندېښنه لري چي د ارضي امتیازاتو پر اساس هر ډول توافق به روسیې ته جایزه ورکړي، نو له همدې امله د امنیتي ضمانتونو غوښتنه کوي.
د روسیې دفاع وزیر ویلي چي تر ۲۰۲۶ کاله به د عملیاتو چټکتیا زیاته کړي او روسیه به د خپل اقتصاد لویه برخه جګړې ته ځانګړې کړي.
پوتین اروپایي مشران تورن کړي چي د روسیې د ګواښ لوی ښودلو سره د سولي هڅي زیانمنوي.